د عراق په شمال کې ۹ تنه ترهګر له منځه یوړل شول

ترکیې وسله والو ځواکونو د عراق په شمال کې ۹ تنه ترهګر له منځه یوړل

1470250
د عراق په شمال کې ۹ تنه ترهګر له منځه یوړل شول

د عراق په شمال کې د اواشین په سیمه کې د پ ک ک ترهګري سازمان ۳ تنه ترهګر له منځه یوړل شول.

د ترکیې د ملي دفاع وزارت د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې د هیواد دننه او بهر د پ ک ک ترهګري سازمان پر خلاف عملیات د قوي‌ ارادې سره دوام لري.

د بله پلوه  دفاع وزارت د عملیاتو ویدیو خپره کړې ده.

په بیان کې راغلي‌ د عراق په شمال کې د اواشین په سیمه کې په عملیاتو کې ۳ تنه ترهګر له منځه وړل شوي‌ دي.

د ملي دفاع وزارت لخوا په یو بل بیان کې ویل شوي‌ دي چې د عراق په شمال کې د پړانګ پنجې د عملیاتو په سیمه کې په ځانګړو عملیاتو کې ۶ تنه ترهګر له منځه وړي دي.



اړوند خبرونه