په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې د کرونا ویووس د مثبتو پيښو شمیره د ۲۳۸ زرو نه لوړه شوه

1469136
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی

 په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۸۱۳ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۵۶ زره او  ۷۲۶ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۱۱۸۵ تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۳۸ زره او ۴۵۰ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۲۸ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۲۱ زره او ۵۷۴ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو د ۵۸۶ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  پنځه  میلیونه  ۱۳۸ زره ۵۲۸ ته لوړه شوې ده.

روغتیا وزیر د تیرو څو ورځو راهیسې د مثبتو پيښو شمیره مخ په لوړیدو ده. همداشان د روغو شوو ناروغانو شمیره هم د نوو مثبتو پیښو په پرتله کمه ده. د ټسټونو شمیره مخ په لوړیدو ده. هغه وویل چې د مثبتو پیښو د شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه