د ترکیې او اذربایجان ترمنځه ګډ پوځي تطبیقات دوام لري
د ترکیې او اذربایجان د وسله والو ځواکونو ترمنځه پيل شوي ګډ پوځي تطبیقات اوس هم دوام لري.
د اذربایجان د ملي دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ددې تطبیقاتو په ترڅ کې جوړې شوې سناریو او پلانونو له مخې د ترکیې اف ۱۶ جنګي الوتکو او د اذربایجان جنګي الوتکه ټاکلي هدفونه په ډیر بریالیتوب سره له منځه وړي او د شپې او ورځې یو زیات شمیر الوتنې کړي او خپلې دندې سرته رسولي دي.
ددې تطبیقاتو په ترڅ کې د متقابل حرکت سربیره د ژغورنې فعالیتونه او د هوا نه په مځکه کې د هدفونو د لمنځه وړو ، الوتکو د مخنیوي، حمایې او تعرض په څیر یو زیات شمیر دندې په ډیر بریالیتوب سره ترسره شوي دي.
تطبیقات به د اګست په لسمه نیټه پایته ورسیږي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله