د ترکیې د ملي شورا رئیس د افغانستان د مشرانو جرګې د رئیس سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

د ترکیې د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ د افغانستان د مشرانو جرګې رئيس فضل الهادي مسلمیار سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

1469359
د ترکیې د ملي شورا رئیس د افغانستان د مشرانو جرګې د رئیس سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

 

د ترکیې د ملي شورا د رسنیو د دفتر د خبر له مخې دواړو مشرانو په دوه اړخیزو اړیکو د افغانستان د سولې په بهیر خبرې وکړې.

د ترکیې د ملي‌ شورا رئیس د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس ته د تیر اختر مبارکي وویله . همداشان هغه د افغانستان د مشرانو د جرګې د مور د مړینې له امله هغه ته او د هغه په وسیله د هغه کورنۍ ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل.

د ترکیې د ملي شورا رئیس وویل چې ترکیه د بل هر هیواد نه ډیر په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت غوښتونکی دی. هغه د اختر په ورځو کې د طالبانو او حکومت ترمنځه د اعلان شوي‌ درې ورځني‌ اوربند نه هر کلی وکړ او وویل ددې په هیله چې دا اوربند په دایمې اوربند بدل شي‌ او په افغانستان کې روانه جګړه او نښتې د تل لپاره پایته ورسیږي. همداشان د ترکیې د ملي شورا رئیس یو ځل بیا ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه د افغانستان د سولې د پروسې به برخه کې د سولې د مذاکراتو د کوربه توب په ګډون هر ډول مرستې ته حاضر دی.

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس مسلمیار د ترکیې د ملي شورا رئیس او د ملي شورا ټولو غړیو ته د تیر لوی اختر مبارکي وویله. هغه د ترکیې د ملي رئیس نه د تسلیت او ډاډګیرنې د مراتب د وړاندې کولو له امله مننه وکړه .

هغه وویل چې ترکیه د افغانستان لپاره ځانګړی ځای او موقف لري. ترکیه د افغانستان ورور او دوست هیواد دی. هغه د ترکیې نه د پوهنې نه نیولې تر امنیت، روغتیا نه نیولې تر کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په برخه کې د مرستې او همکاریو نه مننه وکړه.

همداشان هغه د ایا صوفیه تاریخي‌ جومات له سره د عبادت پر مخ د پرانیستو له امله د ترکیې ملي شورا رئیس ته مبارکي وویله او وویل ایا صوفیه یواځې د ترکیې نه بلکې د ټولې اسلامي‌ نړۍ افتخار او ویاړ دی. هغه وویل چې ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه په اسلامي‌ نړۍ کې یو ډیر مهم مشر او غښتلی لیډر دی.

د ویلو ده چې د ترکیې د ملي شورا رئیس وویل چې راتلوونکي‌ کال کې د ترکیې او افغانستان د پارلماني اړیکو سلمه کلیزه لمانځل کیږي. هغه د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس ته ترکیې ته بلنه ورکړه.

همداشان د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس ددې بلنې نه په مننې سره وویل چې د ترکیې سره اړیکې زمونږ لپاره ځانګړی اهمیت لري. انشاالله چې متقابلو تګ راتګ او سفرونه به دوام وکړي. هغه هم د ترکیې د ملي شورا رئیس ته افغانستان ته بلنه ورکړه.

د ترکیې د ملي‌ شورا رئیس وویل چې انشاالله د کرونا ویروس د ساري ناروغۍ د کمیدو سره سم به په نږدې راتلوونکي کې افغانستان ته سفر وکړي .



اړوند خبرونه