کورنیو چارو وزارت : د جولای په میاشت کې ۱۰۵ تنه ترهګر له منځه وړل شوي

د هیواد دننه او بهر د ترهګرو پر خلاف عملیات دوام لري

1467469
کورنیو چارو وزارت : د جولای په میاشت کې ۱۰۵ تنه ترهګر له منځه وړل شوي

د ترکیې د کورنیو چارو مرستیال وزیر اسماعیل چاتاقلي وویل چې د جولای په میاشت کې  په ترسره شوو عملیاتو کې ۱۰۵ تنه ترهګر چې ۵ تنه يي په خړې کټګورۍ کې لټول کیدل له منځه وړل شوي‌ دي.

د ترکیې کورنیو چارو مرستیال وزیر د کورنیو چارو وزارت د میاشتني فعالیت راپور په خبري‌ غونډه کې د هیوادوالو سره شریک کړ.

هغه وویل چې یواځې د جولای په میاشت کې د ترهګرو پر خلاف په ترسره شوو عملیاتو کې ۱۰۵ تنه ترهګر چې ۵ تنه يي په خړه کټګورۍ کې لټول کیدل له منځه وړل شوي‌ دي.

هغه ویلي دي چې د جولای په میاشت کې د عملیاتو په ترڅ کې ۲۱۰۸ تنه د ترهګرو ډلو او سازمانونو سره د تړاو په تور نیول شوي‌ دي چې ددوې له جمع نه ۳۲۵ تنه زنداني‌ شوي‌ شوي .

هغه وویل چې په هیواد کې دننه او بهر د ترهګرۍ پر خلاف عملیات د قوي‌ ارادې سره دوام لري.


پيوندونه: #ترهګر , #عملیات , #ترکیه

اړوند خبرونه