ولسمشر اردوغان په ۳ ورځو کې د ۲۱ هیوادونو د مشرانو سره ټیلیفوني خبرې کړي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اختر په درې ورځو کې د نړۍ د ۲۱ هیوادونو د مشرانو سره ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغاند بوسنیا هیرزګوینا د دولت د شورا د رئیس شفیق جعفرویچ او د کوسووا د ولسمشر هاشم تاچي سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې او اختر مبارکي وکړه.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې مشرانو په متقابله توګه اختر مبارکۍ سربیره دوه اړخیزو اړیکو د ودې او سیمه ایزو مسئلو په اړه د همکارۍ د لا قوي کولو په مسئلو خبرې کړي دي.
په بیا کې راغلي دي چې ولسمشر اردوغان د اختر په درې ورځو کې د نړۍ د ۲۱ هیوادونو د مشرانو سره ټیلیفوني خبرې کړي دي.
ولسمشر اردوغان د اذربایجان د ولسمشر الهام عليوف، د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني، قزاقستان د بڼسټګر ولسمشر نورسلطان نظر بایوف ، د عمان د سلطان ، ترکمنستان د ولسمشر قربانقلي بیردي محمدوف، ایران ولسمشر حسن روحاني، جزایر ولسمشر عبدالمجید ، تونس ولسمشر قیس سعید، قیرغیزستان ولسمشر سورن بای جانبیکوف، عراق ولسمشر برهم صالح، بوسنیا هیرزګوینا د ولسي مجلس مرستیال بکر عزتبیګویچ، قزاقستان ولسمشر قاسم جومرت توقایوف، تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان، پاکستان ولسمشر عارف علوي، پاکستان لومړي وزیر عمران خان، عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي، تونس د پارلمان رئیس راشد الغنوشي، اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو او افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
پدې ټیلیفوني خبرو کې د اختر مبارکۍ سربیره په دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایزو همکاریو په لا پياوړي کولو خبرې او تبادل د افکار شوي دي.