د ترکیې او اذربایجان ترمنځه ګډ پوځي تطبیقات دوام لري
د ترکیې او اذربایجان د هوايي او مځکنیو ځواکونو ترمنځه پيل شوي ګډ پوځي تطبیقات دوام لري.
![د ترکیې او اذربایجان ترمنځه ګډ پوځي تطبیقات دوام لري](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/52fb/f70c/4026/5f267bde36850.jpg?time=1719022908)
دا تطبیقات چې د اذربایجان اړوند د نهچیوان په خودمختاره جمهوریت کې دوام لري د جوړې شوې سناریو له مخې یوې برخه يي د اماده باش امر وشو.
همداشان د اماده باش د امر د پایته رسیدو نه وروسته د دواړو هیوادونو ځواکونه د تطبیقاتو سیمې ته راغلل او په ګډه توګه د پلان په مطابق جګړې ته د تیاریو په برخه کې ورته رسپارل شوې دندې په ډیر بریالیتوب سره اجراء کړې.
پدې تطبیقاتو کې د یو زیات شمیر ټانکونو او زغروالو موټرو سربیره جنګي چورلکو او الوتکوهم ګډون کړی وو.
تطبیقاتو کې هم مځکنیو او هم هوايي ځواکونو ګډون کړی دی.
هوايي ځواکونو تطبیقات به په باکو، نهچیوان، ګینجه، کوردیمیر او یاولاح په سیمو کې د اګست تر لسمې نیټې دوام وکړي.
همداشان مځکني تطبیقات چې یواځې په باکو او نهچیوان کې پيل شوي دي د اګست تر پنځمې نیټې دوام کوي.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719022908)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719022908)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله