ولسمشر اردوغان : د ایا صوفیه جومات پرانیستو زمونږ اختر خوښي دوه برابره کړه
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د جولای په ۲۴ مه نیټه د ایا صوفیه جومات له سره د عبادت پر مخ پرانیستل زمونږ د اختر خوښي دوه برابره کړې.
ولسمشر او د عدالت او پراختیا ګوند عمومي رئیس رجب طیب اردوغان د ویدیو کنفرانس له لارې د خپل ګوند د غړیو سره اختر مبارکي وکړه.
ولسمشر اردوغان دلته په خپله وینا کې وویل چې په هغه ناندریو او لفظي شخړو کې چې د هیواد او ملت په ضرر وي هیڅوخت ګډون برخه وانخلي.
ولسمشر اردوغان وویل چې غواړي د ګوند ستره کانګره د هیواد د لا په قوي توګه په خپو دریدو، نوي قیام او نوي پرمختګ په برخه کې یو نوی پيل وي.
همداشان ولسمشر اردوغان د ایا صوفیه تاریخي جومات له سره د عبادت پر مخ د پرانیستو مسئلې ته په اشارې سره وویل چې د ایا صوفیه جومات له سره د عبادت پر مخ پرانیستو په اصل کې زمونږ د اختر خوښي دوه برابره کړه.
هغه وویل چې زمونږ د ملت په زړه کې ۸۶ کلن داغ او ټپ د جولای په ۲۴ مه نیټه د ایا صوفیه جومات د عبادت پر مخ د پرانیستو سره تداوي شو او زمونږ د اختر خوښي دوه برابره کړه.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله