د ترکیې او اذربایجان د هوايي او مځکنیو ځواکونو لخوا ګډ پوځي‌ عملیات پيل شول

د ترکېې او اذربایجان هوايي‌ او مځکنیو ځواکونو په اذربایجان کې پراخه او هر اړخیز پوځي‌ تطبیقات پيل کړي‌ دي.

1464276
د ترکیې او اذربایجان د هوايي او مځکنیو ځواکونو لخوا ګډ پوځي‌ عملیات پيل شول

 

د هوايي ځواکونو په تطبیقاتو کې د دواړو هیوادونو پوځي‌ الوتکو او چورلکو ګډون کړی دی.

دا تطبیقات چې به د اذربایجان په پلازمینه باکو، نوچیوان، ګینجي، کوردیمیر او یولاح په ښارونو کې ترسره کیږي‌ د اګست د میاشتې تر لسمې نیټې به دوام وکړي.

د پلو ځواکونو تطبیقات بیا یواځې په پلازمینه باکو او ناچیوان په ښارونو کې ترسره کیږي. پلي عملیات به د اګست په لومړۍ نیټه پیل او تر پنځمې نیټې به دوام وکړي.

د پلو ځواکونو په تطبیقاتو کې به مختلفو اوامر پر ځای کړی شي.

د زغروالو موټرو، توپ او هاوان توپونو سره به سمبولیک دښمن هدفونه یو یو له منځه یوړل شي.

دا تطبیقات پداسې حال کې ترسره کیږي‌ چې یوه لنډه موده مخکې ارمنستان ځواکونو د اذربایجان پر خاور بریدونه وکړ چې په نتیجه کې د یو تن جنرال په ګډون ۱۱ تنو پوځیانو ژوند د لاسه ورکړ. د ارمنستان د بریدونو نه وروسته اذربایجان ځواکونو هم پر ارمنستان ځوابي بریدونه وکړل.



اړوند خبرونه