په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره د ۲۲۷ زرو نه واوښته
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۶۳۰ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۵ زره او ۲۸۳ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۹۱۹ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې د نوو شمیرو سره په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۲۷ زره او ۱۹ ته رسیدلې ده.
هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۹۸۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۱۰ زره او ۴۶۹ تنو ته لوړه شوې.
همداشان د ناروغانو نه ۱۲۶۳ تنه د بیړني مراقبت لاندې قرار لري او ۳۹۲ تنو ته د مصنوعي تنفس ماشینونه لګول شوي دي.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره څلور میلیونه ۶۱۷ زره ۹۷۱ ته لوړه شوې ده.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله