حامي‌ اقسوی : هیڅ دولت ترکیې محاکمو په بهیر کې د مداخلې حق نلري

د نړۍ هیڅ کوم دولت د ترکیې د محاکمو په بهیر کې د مداخلې او ترکيې ته امر ورکولای نشي. دا خبره د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند کړې ده .

1463245
حامي‌ اقسوی : هیڅ دولت ترکیې محاکمو په بهیر کې د مداخلې حق نلري

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند حامي‌ اقسوی د بیان په خپرولو سره د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت لخوا د زنداني‌ عثمان قاوالا د هر څه ژر خوشې کولو د غوښتنې په اړه ډیر سخت غبرګون ښودلی دی.

ویاند ویلي‌ دي‌ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا غوښتنه د حقوقو د دولت د اساساتو سره په ټکر کې ده.

په بیان کې راغلي‌ دي چې د عثمان قاوالا د محاکمې بهیر دوام لري. د خپلواکه او مستقلو محکمو لخوا روان پدې بهیر کې هیڅوک د مداخلې حق نلري او هر سړی باید ورته درناوی وکړي. په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د یاد شوي‌ کس په اړه د روان کال د فبروري‌ په میاشت کې محاکمې د برائت پریکړه وکړه خو د ترلاسه شوو نوو دلایلو په چوکاټ کې هغه دم ګړۍ د  یوې بلې قضيې له امله زنداني‌ دی.

ویاند د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د څرګندونو ته د متناقضو څرګندونو په توګه یادونه کړې ده او ویلي دي‌ " کله چې ترکیه د فتح الله ګولن ترهګري سازمان د مشر چې په امریکا کې اوسیږي‌  د اعادې او ترکیې ته د سپارولو یادونه وکړي‌ هغوې سمدلاسه حقوق بهانه کړي. همداشان د ترکیې د خلق بانک پخوانی رئیس حاکان اتیلا  په امریکا کې پرته د محکمې د کومې پریکړې او محاکمې نه د میاشتو میاشتو لپاره په زندان کې وساتل شو. بیا څه ډول کیدای شي چې د یو تن چې په ترکیه کې د محاکمې بهیر دوام لري‌ او زنداني‌ دی د هغه د خوشې کولو غوښتنه کوي. "

ویاند زیاته کړې ده چې ترکیه د حقوقو دولت دی. هیڅ دولت او هیڅوک د ترکیې د محاکمو په چارو کې د مداخلې او امر ورکولو صلاحیت نلري.


پيوندونه: #امریکا , #ترکیه

اړوند خبرونه