په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مثبتو پيښو شمیره د ۲۲۵ زرو نه واوښته

1461828
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۵۹۶ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۳ زره او  ۳۱۲ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۹۲۱ تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۲۵ زره او ۱۷۳ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۰۳ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۰۸ زره او ۴۷۷ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو نه ۱۲۵۲ تنه د بیړني‌ مراقبت لاندې قرار لري‌ او ۳۸۶ تنو ته د مصنوعي‌ تنفس ماشینونه لګول شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  څلور  میلیونه  ۵۳۲ زره ۶۷۲ ته لوړه شوې ده.



اړوند خبرونه