د ترکیې د انسان حق او ازادیو خیریه ټولنه په سوریه کې یو ډیر ستر جامع جومات جوړوي
د ترکیې د انسان حق او ازادیو په نامه خیریه ټولنې د سوریې د عفرین په ولسوالۍ کې په یو وخت کې د ۱۵۰۰ تنو لمونځ کوونکو په ظرفیت د یو ستر جامع جومات جوړوي.
یادې شوې خیریه ټولنې په عفرین کې د ذاکرین په نامه ددې جومات د بڼسټ ډبره کیښوده.
د انسان حق او ازادیو د ټولنې لخوا په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې په عفرین کې د ذاکرین په نامه ددې جومات د بڼسټ ډبره د دې ټولنې د عمومي مشر د مرستیال ایرخان یمیلیک لخوا کیښودل شوه. په څرګندونو کې ویل شوي دي چې د ۱۵۰۰ تنو لمونځ کوونکو په ظرفیت جوړیدونکې ددې جومات ساختماني چارې به د یو کال په دننه کې سرته ورسوي او د عبادت پر مخ به يي پرانیزي.
یادې شوې خیریه ټولنې ویلي دي چې د سوریې د عفرین ولسوالۍ په مرکز کې د جوماتونو شمیر ډیر کم دی او د خلکو اړتیاوو ته ځواب ویلی نشي. د همدې امله پدې سیمه کې د ستر جومات د جوړولو پریکړه وکړه.
په څرګندونو کې راغلي دي چې د سوریې د عفرین په سیمه کې چې په ځانګړې توګه د تیرو دوو کلونو راهیسې د ترکیې وسله والو ځواکونو لخوا د امنیت د تامینیدو نه وروسته د ترکیې دولت ، ملکي ټولنو او سازمانونو د سیمې د خلکو سره په ګډه د عفرین د بیارغونې او ودې په خاطر ډیرې زیاتې هلې ځلې کړي.
همداشان د ذاکرین د جومات پروژه د انسان حق او ازادیو د مرستندویه ټولنې یوه خاصه پروژه ده چې انشاالله په کم وخت کې به ييسرته ورسوي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله