ایا صوفیه تاریخي جومات ۸۶ کلونو وروسته له سره د عبادت پر مخ پرانیستل شو
د استانبول د ایا صوفیه تاریخي جومات ۸۶ کاله وروسته نن جمعه د جولای ۲۴ مه نیټه د عبادت پرمخ پرانیستل شو.
![ایا صوفیه تاریخي جومات ۸۶ کلونو وروسته له سره د عبادت پر مخ پرانیستل شو](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/bbcc/5410/3584/5f1974460af03.jpg?time=1719135463)
![ayasoya](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/44f4/78e8/81e8/5f1aa74a31caf.png?time=1719135463)
![ayasoya.jpeg](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/b6e9/fa0f/cd84/5f1aa7782bb86.jpeg?time=1719135463)
![ayasofya vatandaslar1.jpg](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/c67d/d450/b8dc/5f1a8f60adfac.jpg?time=1719135463)
![ayasofya vatandaslar.jpg](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/ea2b/a7a5/83b6/5f1a8f5bf106b.jpg?time=1719135463)
![ayasofya camisi.jpg](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/bbcc/5410/3584/5f1974460af03.jpg?time=1719135463)
د ایا صوفیه تاریخي جومات د پرانیستو مراسم نن د غرمې نه مخکې په لسو بجو د قرانکریم د تلاوت او تکبیرونو سره پيل شول.
د ترکیې د دیني چارو ریاست د ایا صوفیه تاریخي جومات لپاره ۸ تنه ملا امامان او خطیبان په دنده وګمارل .
دیني چارو ریاست د ایا صوفیه د پرانیستو مراسمو پروګرام به په لاندې ډول اعلان کړی وو.
د ترکیې ځانګړي قاریان به لومړی د قرانکریم لومړی جز تلاوت کړي. وروسته به د کهف سورت، د مریم سورت، د یس سورت، د فتحې سورت او په پای کې به د وروستۍ جز وروستي سورتونه تلاوت کړی شي.
د قران کریم د تلاوت نه وروسته به د ترکیې د دیني چارو رئیس پروفیسور علي ایرباش د ختم دعاء وکړي.
د ویلو ده چې د ایا صوفیه جومات ته د تیرې شپې راهیسې د هیواد دننه او بهر نه په زرګونو تنه راغلي او پدې تاریخي جومات کې په لومړي جمعې لمونځ کې د ګډون په خاطر د جومات بهر ځایونه نیولي دي.
په سیمه کې زمونږ خبریال ویلي دي چې ډیری لمونځ کوونکي د استانبول نه بهر او حتا د ترکېې نه د بهر نه راغلي دي.
همداشان نن به په زرګونو تنه پولیس د ایا صوفیه په تاریخي جومات کې د امنیت د ټینګولو په خاطر په دنده ګمارل شوي دي.
د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان ، د ملیت پالو غورځنګ ګوند مشر دولت باغچلي او سلګونو تنه رابلل شوي میلمانه د ایا صوفیه جومات ته راغلي دي.
په ایا صوفیه جومات کې به لومړی د جمعې لمونځ د ترکیې د دیني چارو د رئیس پروفیسور علي ایرباش په امامت ادا کړی شي.
د جومات دننه د کرونا ویروس تدابیر په کلکه توګه نیول شوي دي.
د ایا صوفیه جومات په شاوخوا کې په زرګونو تنه راټول شوي دي.
د ویلو ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ په انقره کې د عالي عسکري شورا د غونډې د پایته رسیدو نه سمدلاسه وروسته استانبول ته لاړ او هلته يي د ایا صوفیه د جومات نه لیدنه وکړه.
ولسمشر اردوغان د ایا صوفیه د جومات لوحه پرانیسته او لومړي لمونځ لپاره يي تیاریو نه لیدنه وکړه.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719135463)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719135463)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله