د ایه صوفیه جومات د عبادت پرمخ د پرانیستو مسئلې په نړۍ د پام وړ انعکاس موندلی

د ایا صوفیه جومات د عبادت پر مخ د پرانیستو له امله د افغانستان په یو زیات شمیر ښارونو کې شکرانه لمونځ ادا شو

1461301
د ایه صوفیه جومات د عبادت پرمخ د پرانیستو مسئلې په نړۍ  د پام وړ انعکاس موندلی

د ایا صوفیه کبیر جومات له سره د عبادت پر مخ د پرانیستو مسئلې په نړۍ کې د پام وړ انعکاس موندلی دی.

په جرمني‌ کې په ټویټر کې د ایا صوفیه د جومات د پرانیستو مسئلې په ترینډ ټاپیک په کتار کې په لومړي کتار کې ځای ونیو.

په جرمني‌ کې نن په ټویټر کې تر ټولو زیات د ایا صوفیه د جومات د عبادت پر مخ د پرانیستو په مسئلې بحث شوی دی.

د جرمني‌ یو زیات شمیر تلویزیونو د ایا صوفیه د جومات د پرانیستو مراسم په ژوندۍ بڼه نشر کړل. د جرمني‌ د ان ټي‌ وي‌ کانال د ایا صوفیه جومات ته د ولسمشر اردوغان د راتګ شیبې په ژوندۍ بڼې نشر کړې.

د افغانستان په یو زیات شمیر ښارونو کې د ایا صوفیه جومات ۸۶ کاله وروسته یو ځل بیا د عبادت پر مخ د پرانیستو له امله په جوماتونو کې د شکر لمونځ ادا شو.

د افغانستان په شمال کې په مزار شریف کې تر ټولو په ستر د روضې شریف په جامع جومات کې د جمعې د لمانځه نه وروسته د ایا صوفیه جومات له سره د عبادت پر مخ د پرانیستو له امله دوه رکعته د شکر لمونخ ادا کړ.

د روضې شریف د جامع جومات امام د جمعې په خطبه کې وویل چې نن یوه ډیره مهمه او تاریخي ورځ ده. نن د ایا صوفیه جومات له سره د عبادت پر مخ پرانیستل شو.

امام د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نه د اسلامي‌ نړۍ د ستر مدافع او مشر په توګه یادونه وکړه.

همداشان په پلازمینه کابل او هرات ولایت کې هم په یو زیات شمیر جوماتونو کې د جمعې د لمانځه نه وروسته د ایا صوفیه جومات له سره د عبادت پر مخ د پرانیستو په خاطر دوه رکعته د شکر لمونځ ادا شو.

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت ویلي‌ دي‌ چې د ایا صوفیه تاریخي‌ جومات له سره د عبادت پر مخ د پرانیستو له امله ډیر خوښ دي او ویلي دي چې دا پریکړه به د ټول عالم اسلام لپاره  د خیر او برکت وسیله وګرځي.



اړوند خبرونه