په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره ۲۲۱ زرو نه واوښته

1459341
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۵۲۶ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۲ زره او  ۸۴۶ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۹۲۸ تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۲۱ زره او ۵۰۰ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۰۹ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۰۴ زره او ۱۱ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو نه ۱۲۴۶ تنه د بیړني‌ مراقبت لاندې قرار لري‌ او ۳۷۹ تنو ته د مصنوعي‌ تنفس ماشینونه لګول شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  څلور  میلیونه  ۳۵۹ زره ۶۲۷ ته لوړه شوې ده.

هغه وویل چې د تیرو ۳ ورځو راهیسې د هیواد په ۷۱ ولایتونو کې د سږو پړسوب یا ستونزې واقعې د پام وړ راټیټې شوي دي او په ۲۱ ولایتونو کې د بیړني‌ مراقبت لاندې د ناروغانو شمیره صفر شوې ده.



اړوند خبرونه