انقرې د لیبیا په اړه د مهمې غونډې کوربه توب وکړ
د ترکیې پلازمینه انقره د روسېې نه د راغلي یو مهم هیئت کوربه توب کوي. په پلازمینه انقره کې د مهمو مسئلو په اړه غونډه شوې ده .
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سرګي ویرشینین په مشرۍ هیئت پرون او نن د ترکیې د بهرنیو چارو په وزارت کې ډیرې مهمې لیدنې کتنې وکړې.
روس هیئت د ترکیې د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر سعادت اونال په مشرۍ د هیئت سره لیدنه وکړه.
په ګډه اعلامیه کې راغلي دي چې ترکیې او روسیې د روان کال د جنوري په ۸ مه نیټه په لیبیا کې د روانو نښتو د درولو او وضعیت د کنټرول په خاطر په استانبول کې یو تشبث پيل کړ . ددې تشبث موخه د لیبیا د ملي حاکمیت، خپلواکۍ، یووالي او مځکنۍ بشپړتیا او د ملګروملتونو سازمان شرطونو او قواعدو نه قوي ملاتړ ښودل دي.
په اعلامیه کې راغلي دي چې ترکیه او روسیه په لیبیا کې د روانو ستونزو یواځنۍ حل لاره پوځي نه بلکې سیاسي ده او دا ستونزه د لیبیا د خلکو په مشرۍ او د ملګروملتونو سازمان په مرسته د یو سیاسي حل لارې سره ممکن ده.
همداشان په اعلامیه کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا د پریکړې سره سم په لیبیا کې د ترهګرو پر خلاف مبارزه یوه اړینه مسئله ده.
په اعلامیه کې راغلي دي چې په لیبیا کې د امنیت او استقرار د ټینګښت او بشري وضعیت د ښه کولو په خاطر د دوه اړخیزو تماسونو په دوام ټینګار شوی دی.
په اعلامیه کې زیاته شوې ده چې په لیبیا کې د تل پاتې او دوامداره اوربند لپاره د زمینې برابرولو په خاطر په جګړه کې ښکیلو خواوو هڅونې په ګډون د لیبیا په اړه د برلین د کنفرانس د پایلو په رڼا او ملګروملتونو په مشرۍ سیاسي مذاکراتو ته زمینه برابرول، اړینو انسانانو ته د بشري مرستو رسولو ته باید زمینه برابره شي. همداشان د لیبیا د مسئلې په اړه د یوې ګډې کاري ډلې جوړول او د مسئلې په اړه وخت په وخت سلا مشورو کول او راتلوونکې غونډه په مسکو کې د جوړولو په اړه تفاهم شوی دی.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله