په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۲۰ زرو نه واوښته

1458624
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی

 په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۵۰۸ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۳ زره او  ۴۰۴ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۹۳۱ تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۲۰ زره او ۵۷۲ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۹۹۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۰۳ زره او ۲ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو نه ۱۲۴۳ تنه د بیړني‌ مراقبت لاندې قرار لري‌ او ۳۸۵ تنو ته د مصنوعي‌ تنفس ماشینونه لګول شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  څلور  میلیونه  ۳۱۶ زره ۷۸۱ ته لوړه شوې ده.



اړوند خبرونه