ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار قطر ته تللی دی

خلوصي اکار د قطر د امیر سره لیدنه وکړه

1458100
ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار قطر ته تللی دی

– د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار تیره ورځ د رسمي‌ سفر په ترڅ کې قطر ته لاړ.

خلوصي اکار تیره ورځ  د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سره لیدنه وکړه.

د ترکیې د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې ملي دفاع وزیر اکار چې تیره ورځ د رسمي‌ سفر په ترڅ کې قطر ته تللی وو د نوموړي‌ هیواد د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني لخوا حضور ته ومنل شو.

پدې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د سربیره د سیمه ایزو مسئلو په اړه خبرې وشوې.

په لیدنه کې خلوصي اکار  سیمې د وضعیت په اړه د قطر د امیر سره خپل نظریات شریک کړل.


پيوندونه: #قطر , #ترکیه

اړوند خبرونه