په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د ۲۱۶ زرو نه واوښته

1456537
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۴۴۰ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۲ زره او  ۴۱۱ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۹۳۳ تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۱۶ زره او ۸۷۳ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۸۷ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۱۹۸ زره او ۸۲۰ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو نه ۱۲۱۳ تنه د بیړني‌ مراقبت لاندې قرار لري‌ او ۳۹۴ تنو ته د مصنوعي‌ تنفس ماشینونه لګول شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  څلور  میلیونه  ۱۴۹ زره ۹۰۹ ته لوړه شوې ده.



اړوند خبرونه