په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۱۵ زرو ته نږدې شوه

1455165
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۴۰۲ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۳ زره او  ۲۳۱ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۹۹۲ تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۱۴ زره او ۹۹۳ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۴۹ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۱۹۶ زره او ۷۲۰ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو نه ۱۲۰۴ تنه د بیړني‌ مراقبت لاندې قرار لري‌ او ۳۹۶ تنو ته د مصنوعي‌ تنفس ماشینونه لګول شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  څلور  میلیونه  ۶۵ زره ۱۷۸ ته لوړه شوې ده.

هغه ویلي دي‌ د ۳۳ ورځو وروستو په هیواد کې د لومړي ځل لپاره د مثبتو پيښو شمیره د زرو نه راټیټه شوه. د جون د میاشتې په ۱۱ مه نیټه د مثبتو پيښو شمیره ۹۸۷ وه چې په سبا يي دا رقم ۱۱۹۵ ته لوړ شو. اوس هم د سبا ورځې په اړه څه ویل د وخت نه وړاندې خبره ده خو د تدابیرو مراعاتو کولو ته باید په جدي‌ توګه پاملرنه وکړو.



اړوند خبرونه