د ترکیې او امریکا ولسمشرانو ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

ولسمشر اردوغان د امریکا د ولسمشر سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

1455168
د ترکیې او امریکا ولسمشرانو ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونلد ټرمپ سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې ولسمشر اردوغان تیره ورځ د امریکا د ولسمشر دونلد ټرمپ سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان او ټرمپ پدې ټیلیفوني‌ خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګریزو اړیکو، په متقابله توګه د سوداګریز حجم د لوړولو او سیمې او نړۍ پر مهمو مسئلو خبرې وکړې.

دواړو مشرانو د ترکیې او امریکا ترمنځه سوداګریز حجم کچه سل میلیاردو ډالرو ته د لوړولو په مسئلې تفاهم وکړ.

همداشان مشرانو د سیمې په مهمو مسئلو د خبرو سربیره په لیبیا کې د تل پاتې امنیت او استقرار او د دوو متحدو هیوادونو په توګه پدې مسئله کې په ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.



اړوند خبرونه