ترک ملت د جولای په ۱۵ مه نيټه د دیموکراسۍ او ازادۍ په لاره کې تاریخي‌ داستان ولیکه

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د ۲۰۱۶ کال د جولای په ۱۵ مه نیټه په ترکیه کې د ترسره شوي‌ کودتا د څلورمې کلیزې په مناسبت د میلاد په نامه یو ځانګړی فلم خپور کړی دی.

1454902
ترک ملت د جولای په ۱۵ مه نيټه د دیموکراسۍ او ازادۍ په لاره کې تاریخي‌ داستان ولیکه

 

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ  د عامه اړیکو د ریاست رئیس فخرالدین التون د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي‌ دي‌ چې « ترک ملت د جولای د ۱۵ مې  د کودتا د اقدام په مقابل کې په ډیره بریالۍ توګه کودتاچیانو ته غاښ ماتوونکي‌ ځواب په ورکولو سره تاریخي‌ داستان ولیکه. د خپلې ډیموکراسۍ، خپلواکۍ او ازادۍ نه مو په ګډه دفاع وکړه. ددې کودتا قهرمان شهیدانو نه د کودتا په څلورمه کلیزه کې هم په درنښت سره درناوی کوو. "همداشان د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د جولای د ۱۵ مې کلیزې په مناسبت د میلاد په نامه یو ځانګړی فلم خپور کړی دی.

د عامه اړیکو ریاست ویلي دي‌ چې ترک ملت د جولای د ۱۵ کودتا پر مهال کودتاچیانو ته داسې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی چې د ډیموکراسې د تاریخ له پلوه په نړۍ کې میلاد دی.

پدې فلم کې د هیواد نه بهر د یو تن ترک زده کوونکي‌ په ښوونځي کې خپل ښوونکي ته پدې اړه ورکړي‌ ځواب ته ځای ورکړ شوی دی.

هغه خپل ښوونکي‌ ته ویلي‌ دي‌ چې د یوې مقالې له مخې د ۱۹۵۰ کلونو نه وروسته په نړۍ کې ۲۳۶ بریالۍ پوځي‌ کودتاګانې شوي‌ دي. په یوه کودتا کې هم ملکي‌ وګړو د وسله والو کودتاچیانو په مقابل کې پدې ډول دریدلي‌ ندي. له بده مرغه چې په نړۍ کې تر اوسه پورې هیڅ یوه کودتا په مستقیمه توګه د خلکو د مقامت سره مخه نیول شوې نده. تر ۲۰۱۶ کال د جولای د ۱۵ مې نیټې پورې. یواځی ترک ملت وو چې هغه شپه يي د ډیموکراسۍ او هیواد په خاطر د ۷ کلن نه تر ۷۰ کلنه پورې ټولو په یو غږ د کودتاچیانو په مقابل کې خپله سینه سپر کړه او تاریخي‌ داستان يي ولیکه. ددې کودتا مخه يي ونیوله. دا په اصل کې په نړۍ کې د کودتاګانو د تاریخ له پلوه د دیموکراسۍ لپاره میلاد دی.



اړوند خبرونه