په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د ۲۱۴ زرو نه واوښته

1454398
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

 په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۳۸۲ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۶ زره او  ۴۹۲ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۱۰۰۸ تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۱۴ زره او یو ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۵۶ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۱۹۵ زره او ۶۷۱ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو نه ۱۲۲۳ تنه د بیړني‌ مراقبت لاندې قرار لري‌ او ۴۰۲ تنو ته د مصنوعي‌ تنفس ماشینونه لګول شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  څلور  میلیونه  ۲۱ زره ۹۴۷ ته لوړه شوې ده.

هغه ویلي دي‌ چې په تیرې یوه اونۍ په لاندینو پنځو ولایتونو کې د کرونا ویروس مثبتو پيښو شمیره د پام وړ لوړه شوې ده. استانبول، انقره، غازي انتپ، شانلي‌ اورفا او دیاربکر. پدې پنځو ولایتونو کې د بیړني‌ مراقبت لاندې د ناروغان د شمیرې کچه هم لوړه شوې ده.



اړوند خبرونه