په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د ۲۱۰ زرو تنو نه واوښته

1452996
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۳۲۳ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۸ زره او  ۷۸۷ د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۱۰۰۳ تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۱۰ زره ۹۶۵ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۹۳ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۱۹۱ زره او ۸۸۳ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو نه ۱۱۸۲۹ تنه د بیړني‌ مراقبت لاندې قرار لري‌ او ۴۰۲ تنو ته د مصنوعي‌ تنفس ماشینونه لګول شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  درې  میلیونه  ۸۸۱ زره ۴۱۰ ته لوړه شوې ده.

د ترکیې د روغتیا وزیر ویلي دي چې پدې وروستیو ورځو کې په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو د شمیرو د لوړیدو سره سم د بیړني‌ مراقبت لاندې د ناروغانو شمیره هم لوړه شوې ده. همداشان د هغه ناروغانو چې مصنوعي تنفس ته اړتیا لري شمیره هم لوړه شوې ده.



اړوند خبرونه