د عراق پر خلاف د ترکیې غبرګون

ترکیې د عراق په شمال کې د ترهګرو پر خلاف د روانو پوځي‌ عملیاتو په اړه د عراق  پر د نیوکو پر خلاف سخت غبرګون وښود او لازم ځواب يي ورکړ.

1449484
د عراق پر خلاف د ترکیې غبرګون

 

ترکیه په خپلو پولو د عراق د خاورې نه د هر ډول ورانکارانه فعالیتونو پر مقابل کې د نړۍوالو حقوقو په چوکاټ کې د مشروع مدافع حق نه په استفادې سره هر ډول تدابیرو نیولو ته به دوام ورکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند حامي‌ اقسوی د عراق د لومړي‌ وزیر او د بهرنیو چارو د وزارت د ویندویانو لخوا د عراق په شمال کې د ترکیې لخوا د ترهګرو پر خلاف روانو د پړانګ پنجې او شاهین پنجې د عملیاتو په اړه نیوکو او څرګندونو پر خلاف غبرګون وښود او لازم ځواب ووایه.

د ترکیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي‌ چې د عراق د حکومت نه زمونږ غوښتنه د نړۍوالو حقوقو او هیواد د اساسي قانون د حکمونو د پر ځای کولو په خاطر باید د پ ک ک ترهګرې ډلې لخوا د خپلې خاورې د استفادې مخنیوی وکړي.

ترکیه د عراق سره  د پ ک ک ترهګرې ډلې پر خلاف د ګډې مبارزې په برخه کې چې  پخپله د عراق امنیت او ملي‌ حاکمیت يي ستر ګواښ مخامخ کړی دی  هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. همداشان د ترکیې دا غوښتنه او توقع د نه پر ځای کیدو پورې ترکیه د خپلو پولو د امنیت او استقرار ته د عراق د خاورې نه د هر ډول ورانکارانه فعالیتونو او تهدیدونو د مخنیوي‌ او لمنځه وړو په خاطر د نړۍوالو حقوقو په چوکاټ کې د مشروع مدافع حق نه کار اخیستو او هر ډول لازمو تدابیرو نیولو ته ژمن دی. ترکیه به د ترهګرو پر خلاف مبارزې ته دوام ورکړي.



اړوند خبرونه