ترکیې وسله والو ځواکونو د پ ک ک ترهګري سازمان ته ستر ګوزار ورکړ
د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د پ ک ک ترهګري سازمان پر خلاف عملیات دوام لري
د ترکیې وسله والو ځواکونو لخوا د عراق په شمال کې د ترهګرۍ پر خلاف په روانو د پړانګ پنجې عملیاتو په ترڅ کې د پ ک ک ترهګري سازمان ته یو بل ډیر ستر ګوزار ورکړ.
د ترکیې د ملي دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د عراق په شمال کې د ترهګرۍ پر خلاف په روانو د پړانګ پنجې عملیاتو په لړ کې چې د پلان په مطابق پر مخ روان دي د پ ک ک ترهګري سازمان اړوند یو زیات شمیر وسلې او مهمات نیول شوي دي.
په بیان کې راغلي دي چې د ترکیې کوماندو ځواکونو د عراق په شمال کې د حفتنین په سیمه کې د پلټنو فعالیونو په لړ کې د ترهګرو اړوند یو زیات شمیر وسلې او مهمات نیولي دي.
کوماندو ځواکونو پدې ډول ترهګرو ته یو بل ستر ګوزار ورکړ.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.