د ترکیې دفاع وزیر : لیبیا ته د بې عدالتیو، غلاوو او امنیتي‌ مشکلاتو د حل په خاطر راغلي‌ یو

د ترکیې د ملي دفاع وزیر په طرابلس کې لیدونو کتنو ته دوام ورکوي

1448912
د ترکیې دفاع وزیر : لیبیا ته د بې عدالتیو، غلاوو او امنیتي‌ مشکلاتو د حل په خاطر راغلي‌ یو
Akar.jpg
akar libya.jpg
akar1.jpg

د ترکیې د ملي‌ دفاع وزیر خلوصي اکار لیبیا ته د خپل سفر په چوکاټ کې  په نوموړي‌ هیواد کې د میشتو ترکي ځواکونو نه لیدنه وکړه.

همداشان وروسته په مرکزي مدیترانه کې په دنده بوخته د ترکي ځواکونو د سمندري ماموریت د کښتۍ ټي سي‌ جي ګریسون نه لیدنه وکړه.

د ترکیې د ملي‌ دفاع وزیر خلوصي اکار او لوی درستیز ستر جنرال ګولر سره یو ځای د لیبیا سره د لاسلیک کړي امنیتي او پوځي‌ همکاریو د تړون په چوکاټ کې په نوموړي‌ هیواد کې د روانو فعالیتونو د نږدې نه د لیدنې په موخه طرابلس ته سفر کړی دی.

اکار او ګولر په لیبیا کې دفاعي‌ او امنیتي‌ همکاریو د روزنیز مشورتي  قومندانۍ کې په دندو بوختو ځواکونو نه لیدنه وکړه. هغه دلته د ترکي ځواکونو سره د لیدنې پر مهال وویل چې د ترکیې وسله وال ځواکونه د ولسمشر او وسله وال پوځ اعلی سرقومندان رجب طیب اردوغان په مشرۍ او هدایت په مځکه، سمندر او هوا کې مهم فعالیتونه او دنده ترسره کوي.

هغه وویل چې زمونږ اتل وسله وال ځواکونه  که چیرې مړ شم  شهید کیږي او ژوندی پاتې شم غازي‌ کیږم  د شعور سره شپه او ورځ ، په اوړي او ژمي کې ، په ګرمۍ او یخنۍ کې په هر ډول شرایطو کې ورته ورکړ شوې دنده په ډیره هسکه غاړه پر ځای کوي. زمونږ د اتلو وسله والو ځواکونو قهرماني او فداکاري د خپل ملت د مینې ، پوره اعتماد او دعا او د ولسمشر رجب طیب اردوغان د ګټورو تعلیماتو برکت دی. نن ورځ د ترکیې وسله وال پوځ دې کچې ته د رارسیدو له امله زمونږ لپاره د افتخار او ویاړ ځای دی.

هغه وویل چې ترکیې او لیبیا ترمنخه ۵۰۰ کلن تاریخي او کولتوري قوي‌ اړیکې شتون نلري.

هغه وویل چې دلته په لیبیا کې جدي‌ بې عدالیتو، غلاوو او مشکلاتو شتن درلود. مونږ هم د خپلو نیکونو د شان سره سم او د نړۍوالو حقوقو او عدالت په چوکاټ کې دلته حضور لرو. د خپلو لیبیايي ورونو سره په ګډه کار کوو. هر سړی باید پدې خبره ځان پوه کړي چې مونږ ددینه لاس نه اخلو.

هغه وویل چې په لیبیا کې زمونږ دنده پوځي روزنه، سلامشوره او همکاري ده. د خپل وس او توانه پورې د خپلو لیبیايي‌ ورونو سره مرسته او همکاري کوو. هغه وویل کودتاچي حفتر غوښتل چې ټول هیواد د خپل واک لاندې راولي‌ او کم پاتې وو چې خپل دې شوم هدف ته ورسیږي خو ستاسو اتلو وسله والو ځواکونو په مرسته او همکارۍ د هغه دا پلان شنډ  او مخه يي ونیول شوه. دا خبره یواځې مونږ نه کوو بلکې ټوله نړۍ وايي چې د ترکیې د راتلو سره په لیبیا کې موازنې بدلې شوې او هیواد د حفتر د پنجو نه وژغورل شو.

هغه وویل چې ترکیې وسله وال ځواکونه د لیبیا د مشروع حکومت سره د لاسلیک کړي‌ پوځي‌ تړون او ددې سربیره د لیبیا د مشروع حکومت د لومړي‌ وزیر فیض السراج په بلنه دلته راغلي‌ دي.

د دفاع وزیر اکار د فرانسې لخوا ترکيې سمندري‌ ځواکونو زمونږ  د کښتیو مزاحمت کړی ادعا په کامله توګه حقیقت نلري. ترکیې پدې اړه لازم اسناد او شواهد ټول وړاندې کړي‌ دي‌ او تمه لرو چې هر څه ژر فرانسه د ترکېې نه بښنه وغواړي.



اړوند خبرونه