ولسمشر اردوغان : هیڅوک زمونږ د عبادتخانو په مسئله کې د مداخلې حق نلري

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د ایه صوفیا په مسئله کې د ناحقه تورونو لګول په اصل کې په مخامخ توګه د ترکیې ملي‌ حاکمیت بریدونه دي.

1448581
ولسمشر اردوغان : هیڅوک زمونږ د عبادتخانو په مسئله کې د مداخلې حق نلري
SÜPERHABER ERDOĞAN AYASOFYA AÇIKLAMASI.jpg

 

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د لیونت جامع جومات د بڼسټ د ډبرې د ایښودو په مراسمو کې وکړې.

هغه وویل چې " لکه څرنګه چې مونږ په نورو هیوادونو کې عبادتخانو په مسئله کې د چا په کار کې مداخله نه کوو هیڅوک زمونږ د عبادتخانو په مسئله کې د مداخلې حق او صلاحیت نلري. زمونږ په هیواد کې لګول شوي‌ تورونه په اصل کې زمونږ د ملي‌ حاکمیت پر حقونو ښکاره بریدونه دي."

ولسمشر اردوغان وویل چې په ترکیه کې د حاکمې عقیدې خاوندانو یعنې د مسلمانانو د حقونو سربیره د نورو دینونو او عقیدو د خاوندانو د حقونو نه به دفاع دوام ورکړو.

ولسمشر اردوغان وویل چې نن ورځ په میلیونونو تنه د خپلو دیني‌ عقیدو له امله په ژوند کې د ډول ډول محدویتونو سره مخامخ دي.

په اصل کې دې مسئلې ته باید توجه وشي، دلته باید تدابیر ونیول شي.



اړوند خبرونه