په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مثبتو پيښو شمیره د ۲۰۲ زرو تنو نه واوښته
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۱۶۷ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۹ زره او ۷۱۴ د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۱۱۸۶ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې د نوو شمیرو سره په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۲۰۲ زره ۲۸۴ ته رسیدلې ده.
هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۴۳ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۱۷۶ زره او ۹۶۵ تنو ته لوړه شوې.
همداشان د ناروغانو نه ۱۰۶۷ تنه د بیړني مراقبت لاندې قرار لري او ۳۷۲ تنو ته د مصنوعي تنفس ماشینونه لګول شوي دي.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره درې میلیونه ۴۸۳ زره ۶۷۷ ته لوړه شوې ده.
د ترکیې د روغتیا وزیر ویلي دي چې پدې وروستیو ورځو کې په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو د شمیرو د لوړیدو سره سم د بیړني مراقبت لاندې د ناروغانو شمیره هم لوړه شوې ده. همداشان د هغه ناروغانو چې مصنوعي تنفس ته اړتیا لري شمیره هم لوړه شوې ده.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله