ترکیې - روسیې او ایران ولسمشرانو د سوریې په اړه غونډه وکړه

د ترکیې - روسیې او ایران ترمنځه د استانې بهیر د دوام په ترڅ کې شپږمه درې اړخیزه غونډه وشوه

1447117
ترکیې - روسیې او ایران ولسمشرانو د سوریې په اړه غونډه وکړه
erdogan uclu zirve.jpg
erdoğan.jpg

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې سوریې مځکنۍ بشپړتیا  نه دفاع د ترکیې د چارو په لومړیتوب کې ځای لري.

د ترکیې – روسیې او ایران ترمنځه درې اړخیزه کنفرانس د ویدیو کنفرانس له لارې ترسره شو.

د سوریې په اړه د استانې د کنفرانسونو په دوام  د شپږم ځل لپاره د ترکیې – ایران او روسیې ترمنځه کنفرانس داځل د ویدیو کنفرانس له لارې جوړ شو.

پدې کنفرانس کې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ایران ولسمشر حسن روحاني‌ ګډون کړی دی.

د ترکیې ولسمشر اردوغان کنفرانس ته په خپله وینا وکې وویل چې " په ګاونډي هیواد سوریه کې  هر څه ژر  د سولې او استقرار د  ټینګښت په خاطر د هیڅډول فداکارۍ نه ډډه نه کوو. د خپل وس او توانه پورې کار کوو. د ترکیې په توګه پدې هیواد کې د اختلافاتو د پیل راهیسې مونږ د خپلو سوري ورونو ترڅنګ دریدلي‌ یو. مونږ په سوریه کې د هر ډول قومي‌ ، نژادي، دیني ، مذهبي ، ژبنیز او رنګ توپیر نه پرته ټولو سوري کډوالو ته غیږ پرانیسته او هغوې ته مو پناه ورکړه.

ترکیې د ترهګرو سازمانونو لخوا ددې هیواد د پارچه پارچه کولو د مخنیوي په خاطر د خپل وس او توانه پورې هڅه کړې ده .

ولسمشر اردوغان وویل چې " د اړتیا په صورت کې مو د فعلي‌ مداخلې سره د انساني تراژیدۍ او ترهګرو د اعمالو مخنیوی کړی دی.

په سوریه کې سیاسي یووالی او مځکنۍ بشپړتیا نه دفاع، د استقرار ټینګښت او روانو مخالفتونو ته د تل پاتې حل لارې موندل زمونږ په لومړیتوبونو کې ځای لري. "

د استانې د بهیر د ضمانت کوونکي‌ هیواد په توګه زمونږ همکاري پرته د شکه چې ددې هیواد د برښلیک په معلومولو کې به ډیره مرسته وکړي.

 

همداشان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیا وویل چې په سوریه کې د ترهګرو ډلو له منځه وړل زمونږ د چارو په لومړیتوب کې قرار لري.

مشرانو په ګاونډي هیوادونو کې  ملي امنیت  ته مخامخو هر ډول ګواښونو پر خلاف په ګډه د دریدو په اړه توافق وکړ.

د ویلو ده چې پدې غونډه کې په ادلب کې د تاوتریخوالي د امن سیمې په وروستي وضعیت خبرې وکړې او ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ادلب اړوند د تړونونو د عملي کیدو سره به په سیمه کې استقرار ټینګ شي.

همداشان په سوریه کې روان اختلافات پخپله د سوریې د خلکو په مشرۍ او د ملګروملتونو سازمان په لار ښوونه د سیاسي‌ حل لارې سره په حلولو ټینګار وشو.

همداشان درې واړو مشرانو د سوري کډوالو، سوري‌ کډوالو ته خپل کور او کلو ته د ستنیدو په خاطر د لازمو اسانیتاوو په برابرولو او د ستنیدونکو کډوالو د ځان او مال نه د دفاع په مسئلې ټینګار وکړ.

د ترکیې ، روسیې او ایران ولسمشرانو د اقتصادي‌ اړیکو په پياوړتیا او همکارۍ هم خبرې وکړې. همداشان د ایران د ولسمشر په غوښتنه راتلونکې درې اړخیزه غونډه په ایران کې د ترسره کیدو په مسئلې تفاهم وشو.



اړوند خبرونه