په ترکیه کې د تولید شوي لومړني برښنايي ملي‌ ریل ګاډي ازمایښتونه پيل شول

د ترکیې د ټرانسپورت وزیر : زمونږ هیواد اوسمهال د ګرندي ریل ګاډي او لوړ ګرندي ریل ګاډو د تولید ظرفیت لري

1445398
په ترکیه کې د تولید شوي لومړني برښنايي ملي‌ ریل ګاډي ازمایښتونه پيل شول

د ترکیې د ټرانسپورت او بڼسټیزو چارو وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو وویل چې د روان کال تر پایته به انشاالله چې ملي برښنايي ریل ګاډی به پټلۍ ته راښکته کړو.

هغه دا څرګندونې د ترکیې د سکاریا په ولایت کې د لومړني‌ ځايي او ملي برښنايي ریل ګاډي په فابریکه کې د ملي‌ برښنايي ریل ګاډي د ازمایښتونو د پيلولو په خاطر په جوړو شوو مراسمو کې وکړې.

هغه وویل چې د ځايي او ملي اورګاډو او ګاډو په برخه کې پانګه اچونو ته به دوام وکړو.

زمونږ هدف ترکیه د ریل ګاډو د سیستم په برخه کې په نړۍ کې په مهم مرکز بدلول دي.

د ټرانسپورت وزیر وویل دا ملي او ځايي برښنايي ریل ګاډی په ساعت کې د ۱۷۶ کیلو متره واټن په سرعت جوړ شوی دی. همداشان پدې ریل ګاډي کې د سیر امنیت ته تر ټولو زیاته پاملرنه شوې ده او د مساپرو د ممونیت په خاطر د راحتۍ له پلوه د پرمختللو سیستمونو نه برښمند دی.

یو زیات شمیر نورې ځانګړتیاوې هم لري.

هغه زیاته کړه چې دا ریل ګاډی د ۳۲۴ مساپرو په ظرفیت جوړ شوی دی.

هغه زیاته کړه چې زمونږ هیواد اوسمهال د ګرندي ریل ګاډي او لوړ ګرندي ریل ګاډو د تولید ظرفیت لري. ددې سره به ترکیه د ریل ګاډو په برخه کې په ځان بسیا شي.



اړوند خبرونه