په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره د ۱۹۵ زرو نه واوښته

1444535
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
super covid19 2.jpg
super covid19

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۰۸۲ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۵ زره او  ۲۱۳   شکمن سمپلونه  ټسټ شوي  چې ۱۳۷۲ سمپلونه  مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۱۹۵ زره ۸۳۳ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۹۸۴ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۱۶۹ زره او ۱۸۲ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو نه ۹۸۴ تنه د بیړني‌ مراقبت لاندې قرار لري‌ او ۳۶۶ تنو ته د مصنوعي‌ تنفس ماشینونه لګول شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  درې  میلیونه  ۲۳۱ زره  ۸۳۵ ته لوړه شوې ده. 



اړوند خبرونه