د عراق په شمال کې یو تن ترک سرتیری په شهادت ورسید.

یو تن ترک سرتیری په شهادت ورسید

1444167
د عراق په شمال کې یو تن ترک سرتیری په شهادت ورسید.

د عراق په شمال کې د ترهګرو پر خلاف په روانو د پړانګ پنجې په عملیاتو کې یو تن ترک سرتیری شهید شو.

د ترکېې د ملي‌ دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د ۲۰۲۰ میلادي‌ کال د جون په ۲۶ مه نیټه   د عراق په شمال کې د پړانګ پنجې د  روانو عملیاتو په  ترځ کې د ترهګرو سره په نښته کې یو تن سرتیری په شهادت رسیدلی او دوه تنه ترهګر له منځه وړل شوي‌ دي.

په بیان کې راغلي دي چې په ډیرې خواشینۍ سره چې زمونږ یو تن اتل سرتیري شهادت مونږ ډیر خواشینې کړي‌ یو . د اتل شهید لپاره د الله د دربار څخه  د مغفرت او رحمت د کورنۍ  ترکېې وسله والو ځواکونو او اصیل ترک ملت لپاره د صبر غوښتنه کوم. ټولو ته تسلیت وړاندې کوو.


پيوندونه: #شهید , #عملیات , #ترکیه

اړوند خبرونه