ترکیې امنیتي ځواکونو د پ ک ک ترهګري سازمان ته یو بل ګوزار ورکړ

د ترکیې امنیتي ځواکونو د تونجعلي‌ ولایت د اواجیک په ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر له منځه یوړل.

1443677
ترکیې امنیتي ځواکونو د پ ک ک ترهګري سازمان ته یو بل ګوزار ورکړ

 

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت  د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د اواجیک ولسوالۍ په اطرافو کې د ژاندارم د ځانګړو ځواکونو لخوا  د ترهګرو پر خلاف په ځانګړو عملیاتو کې ۳ تنه ترهګر له منځه وړل شوي‌ دي.

د وژل شوو ترهګرو نه یو يي  په ترکیه کې په خړ لست کې شامل د پ ک ک ډلمشر وو چې پر سر يي ۵۰۰ زره ترکي لیرې جایزه ایښتول شوې وه.

په سیمه کې عملیات دوام لري.

د ویلو ده چې د هیواد دننه او بهر د ترهګر پر خلاف مبارزه د خپل ټول شدت سره دوام لري.

د ترکیې امنیتي ځواکونه د هیواد دننه او بهر ترهګرو ته د ساه اخیستو فرصت هم نه ورکوي.



اړوند خبرونه