د ترکیې وسله وال ځواکونه د هیواد دننه او بهر د ترهګرو پر خلاف عملیاتو ته دوام ورکوي

د ترکیې د ملي دفاع وزارت وویل چې د عراق په شمال کې د ترهګرو پر خلاف په روانو عملیاتو کې ۶ تنه ترهګر له منځه یوړل شول.

1442356
د ترکیې وسله وال ځواکونه د هیواد دننه او بهر د ترهګرو پر خلاف عملیاتو ته دوام ورکوي

 

دفاع وزارت د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې د هیواد دننه او بهر د پ ک ک ترهګرې ډلې پر خلاف مبارزه د قوي ارادې سره دوام لري.

په بیان کې راغلي‌ دي چې د عراق په شمال کې د زاپ او اواشین باسیان په سیمو کې د کشفي او څار فعالیتونو په ترڅ کې تثبت شوي ۶ تنه ترهګر په هوايي برید کې له منځه یوړل شول.

همداشان دفاع وزارت د یو بل بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د ۲۰۱۹ میلادي کال د اکتوبر په ۲۲ مه نيټه د سوچي‌ هوکړه لیک د لاسلیک نه تر ننه پورې  په سوریه کې د سولې چیني‌ د عملیاتو سیمې ته د نفوذ هڅه کوونکي ۹۹۸ د پ ک ک او پ وای ډي‌ ترهګر د امنیتي‌ ځواکونو لخوا له منځه وړل شوي‌ دي.

همداشان د ترکیې کوماندو ځواکونو د جون د میاشتې په لسمه نیټه د کشف کړي‌ تونل سره یو ځای د ۱۶۱ کیلومتره  په اوږدوالي سره ۱۴۳۳ تونلونه تثبیت او له منځه وړي‌ دي.

همداشان د عراق په شمال کې د ترهګرو پر خلاف عملیات دوام لري. کوماندو ځواکونو په حفتنین کې د ترهګرو اړوند یوه پټه څمڅه چې له منځ نه يي د ۱۵۰ مترو په اوږدوالي بلې سیمې ته تونل وهل شوی وو کشف او له منځه یوړه.



اړوند خبرونه