د ترکیې د حقاري په ولایت کې یو تن سرتیری په شهادت ورسید

د ترکیې د حقاري په ولایت کې یو تن سرتیری د ایران له لوري په ترسره شوې وسله وال برید کې په شهادت ورسید.

1442245
د ترکیې د حقاري په ولایت کې یو تن سرتیری په شهادت ورسید

 

د ترکیې د ملي دفاع وزارت لخوا د خپور شوي بیان له مخې  د حقاري ولایت د یوکسیک اوا په سیمه کې د امنیتي ځواکونو د ګزمې پر مهال د ایران له لوري په ترسره شوي‌ وسله وال برید کې دوه تنه سرتیري  ټپیان شوي‌ وو چې د نوموړو یو تن په روغتون کې شهید شو.

په بیان کې پدې خواشینونکې او دردونکې پیښه کې  د شهید شوي‌ اتل سرتیري لپاره د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت ، کورنۍ ، ترکیې وسله والو ځواکونو او ترک ملت ته د صبر غوښتنه کوو. همداشان ټپي سرتیري ته د عاجلې شفاء غوښتنه کوو.



اړوند خبرونه