په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره د ۵۰۰۰ تنو نه واوښته
![په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/a121/44d8/542a/5ef257fe268dd.jpg?time=1719136975)
![super covid19](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/858a/6d73/485e/5ef20e103ddf3.jpg?time=1719136975)
![super covid19](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/772f/1142/ac75/5ef20e2d5381c.jpg?time=1719136975)
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۵۰۰۱ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۲ زره او ۹۸۲ شکمن سمپلونه ټسټ شوي چې ۱۲۶۸ سمپلونه مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې د نوو شمیرو سره په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۱۹۰ زره ۱۶۵ ته رسیدلې ده.
هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۱۵ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۱۶۲ زره او ۸۴۸ تنو ته لوړه شوې.
همداشان د ناروغانو نه ۸۹۳ تنه د بیړني مراقبت لاندې قرار لري او ۳۶۲ تنو ته د مصنوعي تنفس ماشینونه لګول شوي دي.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره درې میلیونه ۲۹ زره ۶۳۵ ته لوړه شوې ده.
د ترکیې د روغتیا وزیر ویلي دي چې پدې وروستیو ورځو کې په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو د شمیرو د لوړیدو سره سم د بیړني مراقبت لاندې د ناروغانو شمیره هم لوړه شوې ده. همداشان د هغه ناروغانو چې مصنوعي تنفس ته اړتیا لري شمیره هم لوړه شوې ده.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719136975)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719136975)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله