په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره د ۱۸۸ زرو تنو نه واوښته

1441051
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
coronavirus.jpg
koronavirüs iyileşenler 03.jpg

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۴۹۷۴ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۱ زره او  ۴۱۳   شکمن سمپلونه  ټسټ شوي  چې ۱۲۱۲ سمپلونه  مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۱۸۸ زره ۸۹۷ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۹۳ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۱۶۱ زره او ۵۳۳ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو نه ۸۴۶ تنه د بیړني‌ مراقبت لاندې قرار لري‌ او ۳۴۵ تنو ته د مصنوعي‌ تنفس ماشینونه لګول شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  دوه  میلیونه  ۹۸۶ زره ۶۵۳ ته لوړه شوې ده. 

د ترکیې د روغتیا وزیر ویلي دي چې پدې وروستیو ورځو کې په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو د شمیرو د لوړیدو سره سم د بیړني‌ مراقبت لاندې د ناروغانو شمیره هم لوړه شوې ده. همداشان د هغه ناروغانو چې مصنوعي تنفس ته اړتیا لري شمیره هم لوړه شوې ده.



اړوند خبرونه