اردوغان : ترکیه خپل هدفونو ته د رسیدو په خاطر تر هر وخت ډیر نږدې شوی ده
اردوغان : ترکیه د نړۍ تر ټولو ستر لسو اقتصادونو کې د داخلیدو هدف ته تر بل هر وخت ډیر نږدې شوی دی
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه د نړۍ تر ټولو په لسو لویو سترو اقتصادي هیوادونو په کتار کې د داخلولو هدف ته هیڅکله هم پدې اندازه نږدې شوي نه وو.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د قارس د اوبو بند د پرانیستو په مراسمو کې وکړې.
هغه وویل چې " کله چې د عدالت او پراختیا ګوند اقتدار ته ورسید په ترکیه کې ۲۷۶ د اوبو بندونو شتون درلود. نن مونږ په تیرو ۱۸ کلونو کې ۵۸۵ یم د اوبو بند پرانیزو. مونږ خپل ښارونه د اوبو په بندونو، هیدرو الکتریک سنټرالونو، د څښولو د اوبو په تاسیساتو، د مځکو د خړوب په کانالونو سمبالو او ملت د ژوند د کچې د لوړولو ته دوام ورکوو. "
ولسمشر اردوغان وویل چې د کرونا ویروس پر وړاندې بریالۍ مبارزه ترکیې د ډیموکراسۍ او اقتصاد په برخه کې په کومه اندازه پرمختګ کړی دی ټولو ته ښکاره کړل.
ولسمشر اردوغان وویل پداسې حال کې چې د نړۍ یو زیات شمیر پرمختللي هیوادونه د کرونا ویروس پر وړاندې په مبارزه کې بېچاره پاتې شول ، خو ترکیه هم قوي روغتیايي سیستم او بڼسټونو ، هم د خوراکي توکو نورو برخو او هم عامه امنیت په برخه کې ټولې نړۍ ته نمونه د مثال وو.
پدې وروستیو کې د هیواد اقتصاد په ډیره قوي ټوګه د ځان په راټولو پيل کړی دی.
ترکیې د ۲۰۲۰ کال په لومړۍ ربع کې د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې سره سره ۴عشاریه ۵ سنله وده وکړه. د مرکزي بانک ذخیره مو د ۹۳ میلیاردو ډالرو نه لوړه کړه. د روان کال په دویمه ربع کې هم د اقتصادي ودې تمه لرو. ترکیه د نړۍ تر ټولو لویو لسو اقتصادي هیوادونو په کتار کې د داخلیدو هدف ته مونږ د نن په څیر هیڅکله هم نږدې شوي نه وو. نن مونږ خپل دې هدف ته تر هر بل وخته نږدې شوي یو.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله