په انقره کې د داعش ترهګرې ډلې سره د تړاو په تور ۲۴ تنه ونیول شول

په انقره کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د روانو عملیاتو په لړ کې ۲۴ تنه شکمن کسان ونیول شول.

1439782
په انقره کې د داعش ترهګرې ډلې سره د تړاو په تور ۲۴ تنه ونیول شول

 

د انقرې د لوی څارنوالۍ په هدایت د استخباراتو او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په انقره کې د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف ګډ عملیات ترسره کړل.

د عملیاتو په لړ کې د داعش سره د تړاو درلودو په تور د ۲۶ تنو د نیولو پر په خاطر عملیات ترسره شول.

په عملیاتو کې ۴ تنه ترکان، ۱۸ تنه د عراق وګړي‌ او دوه تنه هم د سوریې وګړي ونیول شول.

همداشان دوه تنه نور تښتیدلي‌ دي چې د نیولو په خاطر يي عملیات دوام لري.

ویل کیږي نوموړي کسان د داعش ترهګرې ډلې په صفونو کې جنګیدلي کسان دي.

نیول شوي کسان د تحقیقاتو په خاطر د پولیسو تر نظارت لاندې قرار لري.


پيوندونه: #داعش , #ترکیه

اړوند خبرونه