په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره د ۱۸۵ زرو نه تیره شوه
![په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/5ab2/ee34/1b1a/5eeb056e9b6db.jpg?time=1719216915)
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۴۹۰۵ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۱ زره او ۳۱۶ شکمن سمپلونه ټسټ شوي چې ۱۲۱۴ سمپلونه مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې د نوو شمیرو سره په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۱۸۵ زره ۲۴۵ ته رسیدلې ده.
هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۹۴ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۱۵۷ زره او ۵۱۶ تنو ته لوړه شوې.
همداشان د ناروغانو نه ۷۶۹ تنه د بیړني مراقبت لاندې قرار لري او ۳۱۰ تنو ته د مصنوعي تنفس ماشینونه لګول شوي دي.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره دوه میلیونه ۸۶۳ زره ۶۳۲ ته لوړه شوې ده.
د ترکیې د روغتیا وزیر د تولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې پدې وروستیو ورځو کې د هیواد په ځینو معلومو سیمو کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره لوړه شوې ده . هغه یو ځل بیا په هیوادوالو د روغتیا د وزارت د توصیو او تدابیرو د مراعات کولو غوښتنه وکړه.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719216916)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719216916)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله