د ملګروملتونو سازمان په تاریخ کې د لومړي‌ ځل لپاره یو تن ترک د عمومي اجلاس د رئیس په توګه وټاکل شو.

د ترکیې استازی د ملګروملتونو سازمان د ۷۵ مې دورې د عمومي‌ اجلاس رئیس وټاکل شو

1438419
د ملګروملتونو سازمان په تاریخ کې د لومړي‌ ځل لپاره یو تن ترک د عمومي اجلاس د رئیس په توګه وټاکل شو.

د ملګروملتونو سازمان د ۷۵ یم عمومي‌ اجلاس د مشرۍ لپاره د ترکیې نوماند لوی سفیر ولکان بوزکر وټاکل شو.

د ملګروملتونو سازمان د ۷۵ یم اجلاس د مشرۍ لپاره د ترکیې نوماند ولکان بوزکر د ۱۹۳ غړیو هیوادونو نه د ۱۷۸ هیوادونو د رایو په ترلاسه کولو سره  رئیس وټاکل شو.

ولکان بوزکر یواځنی نوماند وو.

د ترکیې استازی ولکان بوزکر به د ۲۰۲۰ میلادي‌ کال د سپټمبر په ۱۵ مه نیټه د ۷۴ مې دورې د رئیس تیژاني محمد باندا نه تسلیم شي او د ۲۰۲۱ میلادي کال د سپټمبر تر میاشتې به دندې ته دوام ورکړي.

د ویلو ده چې د اروپايي ټولنې د چارو پخوانی وزیر او سر مرکچي ولکان بوزکر اوسمهال د ترکیې په ملي شورا کې د بهرنیو چارو د کمیسیون مشري په غاړه لري.



اړوند خبرونه