ترکیې وسله والو ځواکونو د هیواد د پولو نه پورې غارې ته د پ ک ک پر خلاف پلي‌ عملیات پيل کړل

ترکیې د عراق په شمال کې د پ ک ک ترهګري سازمان پر خلاف پراخه پلي‌ عملیات پيل کړل

1437525
ترکیې وسله والو ځواکونو د هیواد د پولو نه پورې غارې ته د پ ک ک پر خلاف پلي‌ عملیات پيل کړل

ترکیې وسله والو ځواکونو داځل د ترهګرو پر خلاف د پړانګ پنجې په نامه پوځي‌ عملیات پيل کړل.

د ترکیې پلي ځواکونو د عراق په شمال کې د پ ک ک ترهګري پر خلاف پلي‌ عملیات پيل کړل.

د ترکیې د ملي‌ دفاع وزارت د عراق په شمال کې د پ ک ک ترهګري سازمان پر خلاف پلو عملیاتو د پيلولو نه خبر ورکړ.

ملي‌ دفاع وزارت " زمونږ اتل کوماندو ځواکونه په حفتا کې  دي " د څرګندونو سره دا عملیات رسمآ اعلان کړل.

ملي‌ دفاع وزارت وویل چې زمونږ پلي ځواکونه د عراق په شمال کې د هوايي ځواکونو، اټاک جنګي‌ چورلکو، بې پیلوټه الوتکو، په وسلو سمبال بې پیلوټه الوتکو او هجوم هوايي ځواکونو پر ملاتړ د عراق شمال ته رسیدلي‌ دي.

د ترکیې د ملي دفاع وزارت وویل چې پدې وروستیو کې زمونږ د وسله والو ځواکونو  په امنیتي‌ پوستو او پوځي‌ هډو د بریدونو د کچې د لوړیدو  له امله د پ ک ک او نورو ترهګرو سازمانونو پر خلاف دا عملیات د نړۍوالو حقوقو او مشروع مدافع حقونو په چوکاټ کې ترسره کیږي.

د عملیاتو په چوکاټ کې لومړی تثبیت شوي‌ سیمې د ځايي توپان توپخانې د بریدونو لاندې ونیول شوې. څه باندې ۱۵۱ هدفونه په بریالي توګه له منځه یوړل شول. وروسته پلو ځواکونو په سیمه کې پر عملیاتو پيل وکړ.

د ترکیې ملي دفاع وزارت  د عراق په شمال کې د پ ک ک او نورو ترهګرو سازمانونو پر خلاف پلي‌ عملیات د تیرې شپې په نیمايي کې رسمآ پیل کړل.

د ویلو ده چې ترکیې د تیرې اونۍ په وروستیو کې د عراق په شمال کې د پ ک ک ترهګري سازمان پر خلاف د عقاب پنجې په نامه هوايي عملیات ترسره کړي وو چې ددې عملیاتو په ترڅ کې د پ ک ک ترهګري سازمان ۸۱ هدفونه له منځه وړي وو.



اړوند خبرونه