ترکیې په امریکا متحده ایالتونو د ترکیې خپلواکه مقاماتو پریکړو ته د درناوي  غږ وکړ.

ترکیه : امریکا باید د ترکیې د خپلواکو محاکمو پریکړو ته درناوی وکړي

1434516
ترکیې په امریکا متحده ایالتونو د ترکیې خپلواکه مقاماتو پریکړو ته د درناوي  غږ وکړ.

 

د ویلو ده چې په استانبول کې د امریکا د قونسلګرۍ کارکوونکی متین توپوز د محکمې لخوا د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان سره د مرستې په تور په ۸ کاله او ۹ میاشتو بند د محکومیدو نه وروسته  په انقره کې د امریکا سفارت د محکمې د پریکړې په غبرګون کې وویل چې د محکمې پریکړې د ناهیلۍ سره مخامخ کړي او د محکمې په پریکړې د بیا کتنې غوښتنه وکړه. په واشنګټن کې د ترکیې سفارت بیا د امریکا د سفارت د څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

د ترکیې د واشنګټن سفارت د خپل رسمي ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي‌ دي  چې  متین توپوز د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان سره د تړاو او مرستې په تور تورن بلل شوی دی. همداشان هغه ته تر ۷ ورځو پورې د محکمې په پریکړې د اعتراض حق ورکړ شوی دی.

په پیغام کې راغلي‌ دي‌ چې په انقره کې د امریکا سفارت  د توپوز په اړه  په قانوني‌ پریکړو اعتراض او خپلواکه محاکمو خپلواکي د پوښتنې لاندې راوستل دا د محاکمو په چارو کې د مداخلې په معنا دي او دا خبره د ډیپلوماتیکو قواعدو سره پر خلاف او تکر کې عمل دی.

د امریکا سفارت د ترکیې خپلواکو مقاماتو پریکړو ته باید درناوی وکړي  او د محاکمو په پریکړو کې د مداخلې نه ډډه وکړي.

د یادولو وړ ده چې د استانبول د جزا ۱۴ مې محکمې متین توپوز د وسله وال ترهګریز سازمان سره د مرستې په تور په ۸ کاله او ۹ میاشتو بند محکوم کړ.


پيوندونه: #امریکا , #ترکیه

اړوند خبرونه