په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره د ۱۷۴ زرو تنو نه واوښته

1434281
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۴۷۶۳ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۴۹ زره او  ۱۹۰   تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس ټسټ شوی چې په ۹۸۷ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی. هغه زیاته کړه چې په هیواد کې د مثبتو پيښو شمیره ۱۷۴ زره ۲۳ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۲۱ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۱۴۷ زره او ۸۶۰ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو نه ۶۴۳ د بیړني‌ مراقبت لاندې قرار لري‌ او ۲۶۶ تنو ته د مصنوعي‌ تنفس ماشینونه لګول شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  دوه  میلیونه  ۵۰۰ زره ۸۹۰ ته لوړه شوې ده.

د ترکیې د روغتیا وزیر د تولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې د هیوادوالو نه  د تدابیرو د مراعات کولو غوښتنه کړې ده.

 ترکیې ، افغانستان  او نړۍ کې د کرونا ویروس په اړه وروستۍ شمیره د لاندینې لینک په کیمنډولو سره کولای شۍ چې شیبه په شیبه تعقیب کړۍ.

https://www.trt.net.tr/pashto/covid19



اړوند خبرونه