په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د ۱۷۱ زرو نه واوښته

1432041
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۴۷۱۱ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۳۹ زره او  ۳۶۱   تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس ټسټ شوی چې په ۹۸۹ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی. هغه زیاته کړه چې په هیواد کې د مثبتو پيښو شمیره ۱۷۱ زره ۱۲۱ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۳۴۱۱ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۱۴۱ زره او ۳۸۰ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو نه ۶۲۵ د بیړني‌ مراقبت لاندې قرار لري‌ او ۲۶۱ تنو ته د مصنوعي‌ تنفس ماشینونه لګول شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  دوه  میلیونه  ۳۷۷ زره ۹۵۴ ته لوړه شوې ده.

د ترکیې د روغتیا وزیر د تولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې د هیوادوالو نه  د تدابیرو د مراعات کولو غوښتنه کړې ده.



اړوند خبرونه