د ترکیې او امریکا ولسمشرانو ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونلد ټرمپ سره ټيلیفوني خبرې وکړې.

1432045
د ترکیې او امریکا ولسمشرانو ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

 

د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا د خپور شوي‌ بیان له مخې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د ولسمشر ټرمپ سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

پدې ټیلیفوني‌ خبرو کې دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو نه نیولې د لیبیا تر روان بحرانه او د سیمو په مهمو مسئلو غور وکړ.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې ولسمشر اردوغان پدې ټیلیفوني خبرو کې په امریکا کې د مظاهرو پر مهال د تاوتریخوالي‌ او شدت، ترسره شوو تالانونو او د سوریې په شمال کې فعالیت کوونکو د پ ک ک – پ وای ډي‌ او وای پ جي‌ ترهګرو سازمانونو سره د امریکا د همکارۍ په اړه جدي‌ اندیښنه وښوده.

همداشان دواړو مشرانو د ترکیې سمندري‌ ګاونډي هیواد لیبیا کې د سولې او استقرار د ټینګښت په خاطر د همکاریو په تداوم ټینګار وکړ.



اړوند خبرونه