په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې د کرونا ویروس له امله د مثبتو پيښو شمیره د ۱۷۰ زرو تنو نه واوښتته

1431198
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۴۶۹۲ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۳۵ زره او  ۳۳۵   تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس ټسټ شوی چې په ۹۱۴ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی. هغه زیاته کړه چې په هیواد کې د مثبتو پيښو شمیره ۱۷۰ زره ۱۳۲ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۲۶۴۷ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۱۳۷۹۶۹ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو نه ۶۱۳ د بیړني‌ مراقبت لاندې قرار لري‌ او ۲۷۴ تنو ته د مصنوعي‌ تنفس ماشینونه لګول شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  دوه  میلیونه  ۳۳۸ زره ۵۹۳ ته لوړه شوې ده.

د ترکیې د روغتیا وزیر د تولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې د هیوادوالو نه  د تدابیرو د مراعات کولو غوښتنه کړې ده.

هغه ویلي‌ دي چې په ساحه کې په دنده بوختو روغتیايي ډلو د معلوماتو له مخې په یو ولایت کې په ۱۹۰ تنو کې چې د ناروغانو پوښتنې ته تللي‌ وو د کرونا ویروس تثبت شوی دی. همداشان په بل ولایت کې په ۵۸ تنو کې د عسکرۍ ته د ځوانانو د استولو په خاطر په جوړو شوو مراسمو کې ګډون کړی وو د کرونا ویروس تثبت شوی دی.



اړوند خبرونه