په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د ۱۶۹ زرو نه واوښته

1430831
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۴۶۶۹ تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۳۵ زره او  ۸۴۶  تنو شکمنو کسانو ته د کرونا ویروس ټسټ شوی چې په ۸۷۸ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی. هغه زیاته کړه چې په هیواد کې د مثبتو پيښو شمیره ۱۶۹ زره ۲۱۸ ته رسیدلې ده.

هغه وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۹۲۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۱۳۵۳۲۲ تنو ته لوړه شوې.

همداشان  د ناروغانو نه ۵۹۱ د بیړني‌ مراقبت لاندې قرار لري‌ او ۲۶۴ تنو ته د مصنوعي‌ تنفس ماشینونه لګول شوي دي.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  دوه  میلیونه  ۳۰۳ زره ۲۵۸ ته لوړه شوې ده.



اړوند خبرونه